پاکستان سره د چنې وهلو پرځای د اقدام وخت رسیدلی
سرلوڅ مرادزی سرلوڅ مرادزی

د ۲۰۰۱کال د سیپټمبر له ۱۱ مې روسته چې د ترهګرو په لاس په نیویارک کې د سوداګریز مرکز برجونه د اور خوراک شول ، پاکستان ته د نړیوالو پام د ترهګرو د اډې پتوګه راوګرځيد !

د ۲۰۰۱ کال د سیپټمبر له پېښو مخکې هم پاکستان په سیمه کې د ترهګریزو کړو وړو له مخې تور ریکارټ درلود . د القاعده ډاکومشر بن لادین او د طالبانو سربانډ ملاعمر سره په نږدي او پخو اړیکو کې پاکستان لا پخوا د نړۍ په وړاندې خپل باور له لاسه ورکړې و .

د لندن د مترو په چاودنه کې چې عام وګړي قرباني شول ، پاکستانی ترهګرو لاس درلود . نن سبا چې د نړۍ په هر ګوټ کې چاودنه کیږي که وڅارل شي ، پل يي اسلام اباد ته رسیږي !

افغانان خو له ډېر پخوا د پاکستاني ترهګرو د قربانۍ ګډرې وو . له دیرش کلونو زیات پاکستان د خپلو ترهګرو په مټ کله د مجاهد او کله د طالب په نوم افغانستان سا اخیستلو ته نه دی پریښي . خو د حالاتو له بهیر ښکاري چې نړۍ نوره د پاکستان له دوه مخۍ ، ټګۍ او له ترهګرو سره په ملاتړ ستړې شوي وي او د افغانانو توی شویو وینو او اوښکو هم څه اغیز ښندلای وي !

د جولای په ۲۵ مه « د ویکی لیکس په نوم یوې ویبپاڼې چې د ویبسایټ پټه موسسه ده او عمومآ محرمانه مواد خپروي نژدې دوه نوي زره سندونه خپاره کړل چې اکثره یې له ۲۰۰۴ څخه تر ۲۰۰۹ پورې له افغان طالبانو سره د پاکستان د پوځ او استخباراتود مستقیم ملاتړاو هغو ته د سلامشورو ښودنه کوي.

په دې اسنادو کې ویل شوي چې پاکستاني پوځیان نه یوازې د امریکايي او افغان ځواکونو د وژلوپه برخه کې له طالبانو سره مرسته کوي بلکې د افغان مشرانو د وژلو پلانونه هم جوړوي. دا اسناد له طالبانو سره د جنګي سلامشورو لپاره د پاکستان د آی ایس آی د پخواني مشرمتقاعد جنرال حمید ګل د کتنې ښودنه هم کوي .»

ویکي لیکس ویبپاڼه دا لاسوندونه چې د نړۍ په رسنیو کې يي بیساري زوږ او غوغا جوړه کړی په داسې مهال خپروي چې تېرو څو ورځو کې د امریکا او لویدیځ لوړ پوړو چارواکو هم له پاکستانه غوښتي وو د ترهګرو په ځپلو کې خپله توره تېره کړي .

« په اسلام اباد کې د فارس خبریال د رپوټ له مخې د امریکا د درستیزانو د ډلګۍ مشر مایکل مولن  په اسلام اباد کې د پاکستاني چارواکو سره له خبرو روسته په یوه خبري ناسته کې وویل چې د القاعده او طالبانو مشران اسامه بن لادین او ملا عمر په پاکستان کې میشت دي . نوموړي د امریکا د باندینیو چارو د وزیرې میرمن کلنټن ددغو ادعاو په بیا تکرار سره چې د ترهګرو دواړه مشران په پاکستان کې دي زیاته کړه ، القاعده او لشکرطیبه ډلې چې  د نړۍ او سیمې د امنیت لپاره لوی ګواښ دی په پاکستان کې پټ شوي دي .

مولن ټينګار وکړ چې اسلام اباد باید د دغو کسانو په وړاندې غوڅ اقدام وکړي او ویي ویل ترهګرۍ سره مبارزې لپاره اړینه ده چې د القاعدې او طالبانو مشران او غړي ونیول شي »    

مخکې هم  د جولای په ۱۸ مه په افغانستان کې د ناټو ترمشرۍ لاندې د نړیوالو ځواکونو لوی ویاند جنرال بلاتز کابل کې په  یوه خبري ناسته کې ویلي و « زموږ له استخباراتي مالوماتو سره سم په ډاډ سره ویلی شم چې د طالبانو مشر ملا محمد عمر په پاكستان كې پټ دی »

تېره اونۍ په بلجیم  د ناټو مرکز کې د افغانستان لپاره د ناټو د سرلښکر ډیویډ پیټرایوس د پېژندګلوۍ په خبرې غونډه کې  د ناټو عمومي منشي اندریس فوګ راسموسن ویلي و « موږ به اوسنۍ ستراتیژۍ ته دوام ورکړو او ستراتیژي داده چې طالبان باید هم له سیاسي او هم له پوځي پلوه د دوی په اصلي مرکزونو کې وځپل شي »

 نن سبا د ترهګرو بازار په پاکستان کې دومره تود او ګرم  دی چې د پاکستان واکمنان هم نورهغه نشي سړولای . د روان عیسوي کال د جولای په درېیمه د پاکستان د مسلم لیګ (ن) ګروپ مشرنوازشریف په لاهور کې د خبریالانو یوې غونډې ته په وینا کې ویلي و :« ترهګري د پاکستان له بهرنۍ پالیسۍ او ملي سیاست سره نېغ په نېغه ارتباط لري او دا تګلارې په اسلام اباد کې جوړېږي »

افغاني رسنیو او مشرانو خو له پخوا راهیسې په افغانستان کې د مرګ ژوبلو ، ورانیو او ویجاړیو په اړه  چې اسلام اباد کې د جوړ شویو ترهګرو په لاس ترسره کیږي ، د نړۍ او سیمې په وړاندې خپل ګریوانونه څيري کړي دي .

اوس د ارواښاد ولي خان په قول « ژيړ دی ، ګرد دی او تریو دی چې د عقل خاوندان وپوهیږي چې نارنج دی » ټول په دې پوه شوو چې پاکستان د ترهګرو د روزنې ، پالنې ، سیمې او نړۍ ته د هغو د استولو مرکزي اډه ده ، باید ټول په ګډه پاکستان ته ووایو چې دا ځالې ړنګې کړه . خو څنګه چې د پاکستان تېر تاریخ څرګندوي ، پاکستان پخپله خوښه دا کار نکوي نو په زور باید اړویستل شي چې د نړۍ دا غوښتنه ومني .

د ویکی لیکس ویبپاڼې د رسوایو په وړاندې د موضوع د حساسیت له کبله ، په واشنګټن کې د پاکستان سفیرحسین حقاني وویل  « چې دا راپور له هغو حقایقو سره په تضاد کې دی چې همدا اوس په سیمه کې عملاً موجود دي .»

دلته ښاغلي حقاني بیا هڅه کړی چې نړۍ تېرباسي ، خو په سیمه کې موجود حقایق لکه چې مخکې وویل شول دا دي چې بن لادین او ملاعمر په پاکستان کې دي او ترهګر د پاکستان د دولت په ملاتړ ترهګر دي !

د امریکا غبرګون هم چې د ملي امنیت سلاکار جېمز جونز په اعلامیه کې څرګندیږي د امریکا متحدایالتونه د افرادو او موسسو له لوري د هغومحرمانه اسنادو افشا په کلکه غندي چې ممکن د امریکایانو او زموږ د شریکانو ژوند او زموږ ملي امنیت له خطر سره مخامخ کړي.» ، د امریکا د بهرنیو چارو د وزیري میرمن کلنټن او د لوی درستیز مایکل مولن روستیو څرګندونو سره اړخ نه لګوي او په پاکستان کې له موجودو حقایقو سره په اړوپيچ کې دي .

د وخت غوښتنه دا ده هم باید پاکستان او هم باید امریکا د ترهګرو په اړه د دوه مخۍ او ټګۍ له سیاسته تېر شي . 

 

اخځونه :

افغان ــ جرمن انلاین او تاند  بریښناپاڼې

د ۲۰۱۰ کال د جولای ۲۷ مه

 


July 28th, 2010


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
مسایل بین المللی